داخله وزير رانا ثنا الله وئيلي که چرې عمران خان په مرضې آرمي چيف مقرر شو نو دا به د پاک فوج او ملک د تباهۍ خبره وي

داخله وزير رانا ثنا الله وئيلي که چرې عمران خان په مرضې آرمي چيف مقرر شو نو دا به د پاک فوج او ملک د تباهۍ خبره وي، عمران خان نه مقبوليت لري او نه بيانيه، که يو ډله اسلام آباد باندې د چړهائۍ خبره کوي، نو مونږ ئې هرکلې نشو کولې بلکه مونږ به ئې اودروو،قانون نافذ کونکې ادارې به خپل کردار ادا کوي،داخله وزيردا هم وئيلي که چرې خېبر پښتونخوا او پنجاب راته فورس راکولو نه انکار اوکړو نو مونږ سره رينجرز صورت کښې نفري موجود ده،رانا ثنا الله مطابق نوازشريف به راتلونکي اليکشن کښې د مسلم ليګ ن مشري کوي،اسحاق ډار هم راتلونکي هفته کښې پاکستان ته راځي ،د معاشي ټيم مشري به کوي
ماډل ټاؤن لاهور کښې خبري غونډې ته خپله وينا کښې د مسلم ليګ ن پنجاب صدراوداخله وزيررانا ثنا الله اووئيل چې مسلح ډلې صورت کښې اسلام آباد کښې داخليدونکي به پخپله د خپل کردار ذمه وار وي،دفاع کونکي ذمه وار نه وي وفاقي داخله وزير اووئيل که چرې پي ټي آئي اسلام آباد ته احتجاج لپاره راځي ،نو سپريم کورټ طرف نه مختص ځائې کښې به ورته سهولت ورکولې شي،ولې رياست او ريډ زون باندې چړهائي کونکي بے لارې خلقو خلاف به سخته کارروائي کولې شي رانا ثنا الله مطابق عمران خان وائي چې تير لانګ مارچ کښې ئې تياري نه وه،دې نه يوه نيمه مياشت وړاندې د پنځه ويشت لکه خلقو اسلام آباد ته راوستو دعوې چا کړې وې،زمونږ نظريه وه چې د کابينې اجازت سره عمران خان ګرفتار شي،ولې د هغه ګرفتاري اونه شوه وفاقي وزير زياته کړه چې نوازشريف راتلونکي انتخاباتو کښې د مسلم ليګ ن مشري کولو په اړه د پارټې خواست منظور کړېدې، اسحاق ډار راتلونکي هفته کښې پاکستان ته راځي او دحکومتي معاشي ټيم مشري هم کوي داخله وزير دا هم وئيلي چې دآرمي چيف تعيناتي په خپل وخت او طريقه کار مطابق پکار ده،که چرې د عمران خان دباؤ لوجې آرمي چيف مقرر شو، نو دا به پاک فوج او ادارې دواړو لپاره د تباهۍ خبره وي داخله وزير اووئيل چې پنجاب کښې تبديلي راوستل ګران کار نه دې،اوس هم مونږ سره لس نه پنځلس پورې اراکين رابطه کښې دي، خو دې حوالې سره اوسه پورې فيصله نه ده شوې ، او پنجاب کښې ګورنر راج فيصله به کابينه کوي