داخلى چيلنجونو باوجود پاک پوځ په مشرقى پوله راپيښ خطروموثره جواب ورکولو پورا پورا توان لرى

0
36

د ملک دفاع لپاره ژوندورکولو نه بله لويه هيڅ قربانى نشته،داخلى چيلنجونو باوجود پاک پوځ په مشرقى پوله راپيښ خطروموثره جواب ورکولو پورا پورا توان لرى،د سياچين دورى په مهال د پاک پوځ سرلښکر جنرل قمرجاويدباجوه پوځى ځوانانو ته وينا،دا ئې هم وئيلى دى چې پوځ د ګلګت بلتستان حقوق يقينى جوړوونکو کوششونو ملاټر کوى
د پاک پوځ مطبوعاتى ادارے په بيانيه کښې وئيلى شوى دى چې آرمى چيف جنرل قمرجاويدباجوه د سياچين دوره کړے او ګيارى کښې ئې د شهيدانو په يادګار ګلونه ايښې دى
په دې موقع پوځى افسرانو او ځوانانو ته وينا په وخت ميجرجنرل قمرجاويد باجوه اوئيل چې سختو لارو او خراب موسم مشکلاتو باوجود به د ملک دفاع کولے شى
د هغه ويناوه چې د پاکستان سپاهى کيدوباندې وياړمحسوسه وواو دا چې د شهيدانو قربانو له وجے په آزاده فضا کښې ساه اخلو
آرمى چيف جنرل قمرجاويدباجوه زياته کړه چې د داخلى سلامتيا چيلنجونو سره مخ يوولې د بهرنى خطرونه هم غافله نه يو
وروستو جنرل قمرجاويدباجوه د ګلګت بلتستان سپين روبو سره ليده کاته هم کړى او وئيلې ئې دى چې د ګلګت بلتستان حقوق لپاره به پاک پوځ خپلې مرستې جارى ساتى