داسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس د بار ايسو سي ايشن سيکرټري ته د توهين عدالت نوټس جاري کړې

اته صدارتې آرډيننسز جارې کولو خلاف درخواست باندي اسلام آباد هائيکورټ کښې سماعت شوې

د لاهور پي آئي سي پيښې خلاف عدالت نه په زبردستې وکيلان ويستلو معامله باندې د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس اطهر من الله سخت ايکشن اخيستې او د هائيکورټ بار ايسو سي ايشن سيکرټري ته د توهين عدالت شوکاز نوټس جاري کړې او د هغه لائسنس معطلې حکم ئې هم کړېدې ،عدالت د پاکستان بار کونسل وائس چيئرمين او سپريم کورټ بار صدر ته هم نوټسې جاري کړيدي
د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس اطهر من الله خپل تحريري حکم کښې د اسلام آباد هائيکورټ بار ايسو سي ايشن سيکريټري عمير بلوچ ، دپاکستان بار کونسل وائس چيئرمين او سپريم کورټ بار صدر ته نوټسې جاري کړي او هغوي ئې په نورلسم دسمبر ذاتي حيثيت کښې عدالت ته طلب کړيدي
تحريري حکم کښې وئيلي شوي چې عدالتي کاروائې دوران عمير بلوچ عدالت کښې موجود وکيلان په زبردستې عدالت نه ويستلې وو ، ولې نه د هغه خلاف د توهين عدالت کاروائي اوکړې شي
چيف جسټس اطهر من الله خپل حکم کښې وئيلي چې عدالتي کاروائې دوران کله عمير بلوچ په روسټرم راغلو نو د هغه رويه پيشه ورانه نه وه او وې وئيل چې ججز ته د وکيلانو هړتال اودرولو په ځائې د وکيلانو ملګرتيا پکار ده
چيف جسټس د عمير بلوچ لائسنس هم د اسلام آباد هائيکورټ حد پورې معطل کړې او ټولو فريقينو ته ئې نوټسې جاري کړي او هغوي ئې په نورلسم دسمبر ذاتي حيثيت کښې عدالت ته طلب کړيدي