داسلام آباد کپيټل پوليس شيخ رشيد د ګرفتارۍ په حواله وضاحت

شیخ رشید احمد دوه ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته حواله

اسلام اباد کپيټل پوليس د شيخ رشيد د ګرفتارۍ په حواله وضاحت کړے،وائي چې د ګرفتارۍ په وخت د شيخ رشيد په کور کښې نه خو ماشومان موجود وو او نه د شيخ رشيد د کور شيشے يا دروازے ماتي کړے شوي،اسلام اباد پوليس وائي چې د نيولو دوران شيخ رشيد پوليسو ته کنځل کړي،ديکے ئې ورله ورکړي،ولې پوليسو ډير د صبر او ضبط نه کار اخستے

اسلام اباد کپيټل پوليس د خپل آفيشل ټويټر اکاؤنټ نه په ټويټس کښې وئيلي چې د ګرفتارۍ په وخت د شيخ رشيد په کور کښې کوم ماشومان نه وو موجود،او نه پوليسو د شيخ رشيد په کوم ملازم باندې تشدد کړے او يا ئې ورسره ناروا سلوک کړے البته شيخ رشيد پخپله د نيولو په وخت کښې پوليسو ته بد رد وئيلي،کنځل ئې کړي،پوليسو ته ئې ديکے ورکړي
اسلام اباد پوليسو دمنفي پروپيګنډے مذمت کړے،وئيلي ئي دي چې پوليسو د عدالت دننه او بهر د نظم وضبط مظاهره کړي،په يو ځائے کښې ئې غلط بياني نه ده کړي،اسلام اباد پوليس ټولي قانوني تقاضے پوره کړي او پوره کوي ئې،پوليس وائي چې شيخ رشيد په کوم حالت کښې نيولے شوے،د هغے پحقله نور څۀ وئيل مناسب نه دي ولې چې د دے سره به د تفتيش عمل متاثره شي