داسي سخته قانون سازي کوو چې مجرم به د جرم کولو نه مخکښي سل ځله سوچ کوي,وزيراعظم عمران خان

داسي سخته قانون سازي کوو چې مجرم به د جرم کولو نه مخکښي سل ځله سوچ کوي,وزيراعظم عمران خان

نن په قانون سازۍ کولو باندې د حکومتي اراکينو او اتحاديانو مننه کوم ، د وزيراعظم عمران خان د پارليمان مشترکه غونډي ته وينا، وائي چې د موټروے پيښې ټول ملک لړزولے دے،داسي سخته قانون سازي کوو چې مجرم به د جرم کولو نه مخکښي سل ځله سوچ کوي ، وزيراعظم وئيلي چې کۀ صرف مني لانډرنګ مو هم بند کړو نود قرضو ضرورت به راته نه وي، په اپوزيشن ئي هم سختي نيوکي کړي ، وائي چې زمونږه او د اپوزيشن په ترجيحاتو کښې غټ فرق دے.د پارليمنټ مشترکه غونډې ته وينا په وخت وزيراعظم وئيلى چې زياتې که ماشومانو سره ئې او که زنانو سره د هغې اودرولو لپاره مونږ ته د سختو اقداماتو ضرورت دې.وزيراعظم اووئيل چې متاثره خلق د داسې پېښو نه پس هميشه په تکليف کښې وى او مونږ ته د پوليسو په نظام کښې هم بهترى راوستل پکار دى.هغه اووئيل چې دزياتى پېښو کښې ملوث مجرمانو ته داسې سزا ورکول پکار دى چې مجرم ته ئې د سزا ويره وى.وزيراعظم د فنانشل ټاسک فورس تناظر کښې قانون سازى لازمى اوګرځوله او وې ويل چې پاکستان ايف اے ټى ايف ګرے لسټ کښې موجوده حکومت لوجې نه بلکې پخوانى حکومتونو لوجې تلې دې.وزيراعظم اووئيل چې اپوزيشن د ايف اے ټى ايف قانون سازى په اړ کښې ذاتى مفادو ته ترجيحى ورکولو کوشش کړېدې
وزيراعظم دې سره د امريکې رپورټ ذکر هم اوکړو د کوم ترمخه چې پاکستان کښې هر کال د لس ارب ډالرو منى لانډرنګ کيږى
هغه اووئيل چې که مونږ منى لانډرنګ باندې قابو اومومو نو مونږ ته به د قرض ضرورت نه وى.وزيراعظم زياته کړه چې تير لس کالو کښې ټولو نه زياتې قرضه اخستې شوى دى ځکه زمونږ د ټيکس نيمه پېسه قرضو کښې لاړه شى.وزيراعظم اووئيل چې اوس به په کرپشن سمجهوته نه شى کولې شى