دافغانستان اولس نن د هيواد د خپلواکۍ سلمه کليزه جوش او جذبې سره نمانځي

دافغانستان اولس نن د هيواد د خپلواکۍ سلمه کليزه جوش او جذبې سره نمانځي

افغان اولس نن د هيواد د خپلواکۍ سلمه کليزه جوش او جذبې سره نمانځي،افغانستان پشمول د نړۍ نورو ملکونو کښې ميشته افغانان خوشحالۍ نمانځي او دې سلسله کښې د مختلفو پروګرامونو تابيا ئې کړېده بلخوا کابل کښې تيره ورځ شوي خونړي بريد لوجې په سرکاري توګه دارالامان کښې کيدونکې تقريب ځنډولي شوېدے
کال نولس سوه نولس کښې د امان الله خان په مشرۍ کښې افغانانو د انګريزانو خلاف جنګ شورو کړي وو او مختلفې سيمې ئې د انګريزانو د ولقې نه آزادې کړي وے
وروستو د يوې معاهدې په نتيجه کښې دا جنګ بند شو او انګريزانو د افغانستان د خپلواکه هيواد اعلان وکړو
د خپلواکۍ سل کاله پورا کيدو په مناسبت ټول افغانستان کښې جشن دے،خوشحالۍ نمانځلي کيږي او د آزادۍ لپاره مبارزه کونکو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کولو په غرض د خصوصي دستورو تابيا شويده
د افغانستان د خپلواکۍ ورځې مرکزي دستوره دارالامان کښې نن کيدونکې وه ولې کابل کښې په هوټل شوي ترهه ګرۍ حملو لوجې اولسمشر اشرف غني دا دستوره د ځنډولو حکم کړېدے