دافغانستان اوويسټ انډيز ترمينځه د ټي ټوينټي سيريز دريم او اخري ميچ نن لوبيږي

دافغانستان اوويسټ انډيز ترمينځه د ټي ټوينټي سيريز دريم او اخري ميچ نن لوبيږي

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمينځه به د ټي ټوينټي سيريز دريم او اخري ميچ نن لوبيږي،افغانستان په دويم ټي ټوئنټي ميچ کښې ويسټ انډيز ته شکست ورکړے او د درې ميچونو سيريز ئې يو يو سره برابر کړيدے
د بهارت په لکهنؤ ښار کښې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمينځه درې ټي ټوئنټي ميچونو باندي مشتمل سيريز روان دې ،نن به د دوانړه ټيمونو ترمينځه د سيريز آخري ميچ لوبيږي ،تيره ورځ لوبيدلي دويم ميچ کښې افغانستان ويسټ انډيز ته ماتې ورکړې او سيريز ئي يويو سره برابر کړيدې،افغانستان د وړومبي بيټنګ دوران په مقرره شل اوورونو کښې يوسل اووه څلويښت رنزونه جوړ کړي، د افغانستان يوسل اته څلويښت رنزونو هدف په جواب کښې ويسټ انډيز په مقرره اوورونو کښې د اته لوبغاړو په زيان يوسل شپږ رنزونه جوړ کړې شول، ميچ کښې د ګټې وروستو د افغانستان او ويسټ انډيز ترمينځه د درې ميچونو سيريز يو يو سره برابرشويدے