دافغانستان سرښار کابل کښي يوه بمي چاودنه شوي

دافغانستان سرښار کابل کښي يوه بمي چاودنه شوي ، چاودنه کښي د وزارت داخله سره نيزدي يو جمات په نښه کړي شوي ، بهر ملکي ميډيا رپورټس وائي چه چاودنه کښي دري کسان پحق رسيدلي او يو شمير ژوبل شوي ، ولي طالبان چارواکو دپيښي جزيات نه دي په ډاګه کړي او نه ئي چاودنه کښي د مرګ ژوبلي تصديق کړي
د طالبانو امارت اسلامي حکومت وائي چه چاودنه کابل کښي دوزارت داخله سره نيزدي يو جمات کښې شوي د کورنيو چارو وزارت وياند مقامي ميډيا ته وئيلي چه چاودنه کښي د داخله وزارت هغه جمات په نښه کړي شوي کوم کښې چه د وزارت ملازمين او ميلمانه مونځ آداکوي دوزارت ترجمان چاودنه کښي د مرګ ژوبلي پحقله څه وئيلو نه ډه کړي ولي زياته کړي ئي ده چه دپيښي تحقيقات پيل کړي شوي بلخوا د عرب ميډيا رپورټس کښي وئيلي شوي چه د سرښار کابل په يوجمات کښي شوي چاودنه کښي دري کسان پحق رسيدلي او يو شمير ژوبل شوي هم دي