دافغانستان غزني ولايت کښي د وسله والو او فورسز ترمينځه انښتے رواني دي

0
343
دافغانستان غزني ولايت کښي د وسله والو او فورسز ترمينځه انښتے رواني دي

د افغانستان غزني ولايت کښي د طالب وسله والو او افغان فورسز ترمينځه وس هم د ښار په خاو شاه کښي انښتے رواني دي،طالب جنګيالو د جمعے په شپه په غزني ښار لويه حمله کړے وه
افغان ميډيا رپورټس ترمخه افغان فورسز په غزني ښار د طالب جنګيالو لويه حمله په شا تمبولے ده خو د ښار خاو شا سيمو کښي وس هم د جنګيالو او افغان فورسز ترمينځه انښتي رواني دي
افغان فورسز دعوا کړے ده چي دګورنر دفتر،پوليس هيډکوارټر او نورے اهم ودانئ د فورسز په کنټرول کښي دي خو طالب جنګيالو د اليکشن کميشن صوبائي دفتر سوزولے دے
افغان فورسز دا هم وئيلي دي چي طالب جنګيالي وس هم په لويه شميره کښي په عامه آبادئ کښي پناه اخستے ده او ښار کښي وس هم امنيتي وضع کړکيچنه ده
افغان ميډيا دا هم دعوا کړے ده چي غير ملکي فوج د غزني ګاونډي ولايتونو ګرديز او پکتيا ولايتونو ته رارسيدلے ده او هغوي به د جنګيالو خلاف ډير زر فضائي کارروائي شروع کولو سره سره د افغان فورسز مرسته کوي،غزني کښي د جهګړے شروع کيدو نه پس عام خلکو په لويه شميره کښي نورو ولايتونو او کابل ته کډے کړي دي،د وسله والو او افغان فورسز ترمينځه روانه جهګړا کښي تراوسه د مرګ ژوبلي صحيح معلومات مخے ته نه دي راغلي البته صحت محکمے وئيلي دي چي هسپتالونو ته عام خلک هم ژوبل حالت کښي راوړلے شوے دي