دافغانستان غزني ولايت کښي په خواجه عمري اولسوالۍ طالبانو قبضه کړي

0
45
دافغانستان غزني ولايت کښي په خواجه عمري اولسوالۍ طالبانو قبضه کړي

دافغانستان غزني ولايت کښي په خواجه عمري اولسوالۍ طالبانو قبضه کړي ، د اولسوالۍ په مرکز دطالبانوحمله کښي دافغان سکيورټي فورسز پنځلس اهلکار وژلې شوي دي، د طالبانو برید کښي د خواجه عمري اولسوالۍ مشر هم وژلي شوي
د غزني امنيتي قوماندان د خلي افغان خبري اداري وائي چې دغه پېښه تیره شپه د ولايت په خواجه عمري اولسوالۍ په سيمه کښي رامنځ ته شوې ده
پیښه هغه وخت رامئينځ ته شوه کله چې طالبانو د ولسوالیو په ودانۍ او دافغان سکيورټي فورسز په چيک پوسټ برید اوکړو
افغان چارواکي وائي چه په جګړه کښي د خواجه عمري اولسوالۍ مشرعلي شمس دوست سره داوه نورو پوليسو اهلکارانو ووژل شو طالبانود ولسوالۍ يو شمېر برخي هم وسوځولي
بلخواتیره شپه امریکايي پوځي اډه بګرام ائير بيس کښي د تېلو یو ټينکر کښي چاودنه شوي ، عیني شاهدين وائي چه چاودنه ميګنيټک ماین له امله شوې ولي د پيښي په حقله نور معلومات نه دي ترلاسه شوي