دافغانستان پکتيکا ولايت اومنې اولسوالۍ باندې طالبانو قبضه کړې

طالبانودافغان سيکيورټي اهلکارو کارروائيودوران ملکي وګړو مرګ ژوبله باندي انديښني څرګند کړي

د افغانستان پکتيکا ولايت اومنې اولسوالۍ باندې طالبانو قبضه کړېده، غزنې ولايت کښې امنيتى اهلکارو او طالبانو ترمينځه نښته کښې يو پوليس اهلکار په حق رسيدلې او دوه جنګيالى وژلى شوى دى بلخوا زابل ولايت کښې ټريفکې پيښې د شپږ ديرش مسافرو ژوند اخستې دے
د پکتيکا پوليسو مشر خليل الله ضيائى خبرى ادارو ته وئيلې دى چې اومنې اولسوالى د طالبانو لاس له ورغلې ده
د هغه وينا وه چې سيکيورټى فورسز د ګڼو ستونزو له وجې د اولسوالۍ څخه شاته شوى دى
خليل الله زياتوى چې په اولسوالۍ کښې تير څو ورځو راهسې نښتې روانې وے چې په نتيجه کښې پنځوس وسله وال وژلى شوى او دوه سيکيورټى فورسز په حق رسيدلى دى
دې نه علاوه د غزنې ولايت په جګاتو اولسوالۍ کښې هم د طالبانو او امنيتى اهلکارو ترمينځه نښته شوېده چې پکښې يو پوليس اهلکار مړ او دوه وسله وال وژلى شوى دى
د يوې بلې اطلاع ترمخه زابل ولايت کښې د کابل کندهار په لويه لار يو بس او ټريلر جنګيدو پيښه کښې شپږ ديرش کسان په حق رسيدلى او اتويشت ژوبل شوى دى