دافغانستان کرکټ بورډ ورلډ کپ لپاره د پنځلس کسيزه سکواډ اعلان کړي

0
64
دافغانستان کرکټ بورډ ورلډ کپ لپاره د پنځلس کسيزه سکواډ اعلان کړي

د افغانستان کرکټ بورډ ورلډ کپ لپاره د پنځلس کسيزه سکواډ اعلان کړيدې چي قيادت به ئي آل راونډر ګل بدين نائب کوي،ميګا ايونټ کښې به افغانستان خپل وړومبې ميچ د آسټريليا په ضد په يکم جون لوبوي
افغانستان کرکټ بورډ د نړي وال کرکټ کپ لپاره پنځلس لوبغاړو باندي مشتمل سکواډ اعلان کړي،افغان سکواډ کښې کپتان ګل بدين نائب،محمد شهزاد،نورعلي زدران،خضرت الله زازئي،رحمت شاه،اصغرافغان،حشمت الله شاهدي،نجيب الله زدران،سميع الله شينواري،محمد نبي،راشد خان،دولت زدران،آفتاب عالم،حامد حسين او مجيب الرحمان شامل دي
افغانستان کرکټ ټيم به ورلډ کپ کښې خپل وړومبې ميچ د آسټريليا په ضد په يکم جون لوبوي
د افغان سيليکشن کميټې چارواکي وائي چي د سکواډ انتخاب د دريويشت لوبغاړو نه شوي چاچي جنوبي افريقه کښې منعقد کړې شوي کيمپ کښې برخه اغيستې وه