دافغانستان کندوز ولايت دشت ارچي اولسوالۍ باندې طالبانوقبضه کړې

دافغانستان کندوز ولايت دشت ارچي اولسوالۍ باندې طالبانوقبضه کړې

د افغانستان کندوز ولايت دشت ارچي اولسوالۍ باندې طالبانوقبضه کړېده،د کندوز پوليسو ترجمان بيان ترمخه سيکيورټي فورسز د دغې ضلعې نه وتلي دي
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد لخوا جاري شوي بيان کښې دعوي شويده چې د دشت ارچې اولسوالۍ ټول چيک پوسټونه او سرکاري ودانې د طالبانو ولقه کښې دي
بيان کښې وئيلي شوي چې د وسله والو حملو لوجې ګڼ شمير سيکيورټي اهلکارو ته مرګ ژوبله اوړيدلے او په حکومتي وسلې ئې قبضه کړېده
د کندوز ولايت پوليسو ترجمان خبري ادارو ته وئيلي دي چې په اولسوالۍ د طالبانو د حملو وروستو سيکيورټي فورسز په شا شوي او تصديق ئې کړېدے چې دا ضلع د طالبانو په قبضه کښې ده
بلخوا خبري ادارو وئيلي دي چې د سيکيورټي فورسز او طالبانو ترمينځه نښتو په مهال په يو کور مارټر ګولۍ غورځيدو پيښه کښې درې کسان پحق رسيدلي دي