دافغان طالبانو مشر ملاهيبت الله امريکې سره د مذاکراتو پخلې کړې

0
16
دافغان طالبانو مشر ملاهيبت الله امريکې سره د مذاکراتو پخلې کړې

د افغان طالبانو مشر ملاهيبت الله امريکې سره د مذاکراتو پخلې کړې ولي وئيلي دي چي ترهغې به مسلح جدوجهد جاري وي چي تر څو بهر ملکي ځواکونه د افغانستان څخه وتلي نه وي
د لوئے اختر په مناسبت جاري کړې شوي خپل پيغام کښې د افغان طالبانو مشر ملا هيبت الله اخونزده په وړومبي ځل امريکې سره د نيغ په نيغه د خبرو اترو تصديق کړيدي
خپل پيغام کښې هغوي وئيلي دي چي جولائي مياشت کښې قطر کښې د افغان طالبانو دفتر او امريکائي چارواکو ترمينځه امن مذاکرات شوي ولي د امريکې لخوا داسې وړانديزونه شوي کوم چي عملي نه دي
ملا هيبت الله دا هم وئيلي دي چي هغوي هم افغانستان کښې امن غواړي ولي تر هغې به جهګړه روانه وي چي ترڅو بهر ملکي ځواکونه د هيواد څخه وتلي نه وي
د افغان طالبانو امير ملا هيبت الله خپل پيغام کښې زياته کړيده چي افغانستان کښې جنګ امريکې او د اتحاديانو پيدوار دې او هم هغوي ئي ختمولې شي