دافغان طالبانو مشر مولا برادر امريکي سره خبرو اترو لپاره وفد اعلان کړي

0
331
دافغان طالبانو مشر مولا برادر امريکي سره خبرو اترو لپاره وفد اعلان کړي

د افغان طالبانو سينئر مشر مولا برادر اخوند د امريکي سره خبرو اترو لپاره څوارلس کسيزه وفد اعلان کړي، د وفد مشري به شيرمحمد عباس ستانکزئي کوي ،
د افغان طالبانو سياسي امورو ډپټي او قطر مذاکراتي دفتر مشر مولا برادر اخوند د شيرمحمد عباس ستانکزئي په مشرۍ کښې د څوارلس رکني وفد اعلان کړې، وفد به امريکي سره مذاکرات کوي او امکان دے چي دغه مذاکرات په پينځوشتم فروري دوحا کښې شروع کړې شي،
د جاري شوي اعلاميه ترمخه وفد کښې مولوي ضيا الرحمان ، مولوي عبد السلام ، شيخ شهاب الدين، ميا عبد الطيف منصور او ملا عبد لامنان نومونه شامل دي
دي سره سره وفد کښې مولوي عامر خان، مولوي مطيع الحق، ملا محمد فضل مظلوم او ملا خيرالله او شامل دي
دي نه علاوه وفد کښې ملا نور الله، مولوي محمد نبي، ملا عبدالحق او مولوي محمد انس حقاني نومونه هم شامل دي ، کوم چي مولوي محمد انس دا وخت جيل کښې دے او امکان دے چي هغه رها کړې شي