داقوام متحده رپورټ ته غلط رنګ ورکولو کوشش،خارجه دفتر د بهارت ټول الزامات مسترد کړې

امريکې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان کوششونو ستائينه کړې

داقوام متحده رپورټ ته غلط رنګ ورکولو کوشش،خارجه دفتر د بهارت وزارت خارجه ټول الزامات مسترد کړې،ترجمان دفتر خارجه عائشته فاروقې وائې چې د اقوام متحده رپورټ کښې پاکستان کښې د دهشتګردو محفوظ ټهکانو ذکر نيشته
پاکستان د اقوام متحده مانيټرنګ ټيم يولسم رپورټ متعلق د بهارت پروپيګنډه مسترد کړې وه، ترجمان دفتر خارجه په دے حواله بيان جارې کړې،وئيلې دې چې بهارت د اقوام متحده رپورټ له غلط رنګ ورکولو کوشش کړې،رپورټ کښې پاکستان کښې د ترهګرو محفوظ سنګرونو ذکر نيشته،بهارت د عالمې برادرۍ ګمراه کولو کوې
عائشته فاروقې وئيلې چې پاکستان وړاندے نه عالمې برادرې خبردار کړې وه چې ځنې عناصر افغان عمل ته نقصان رسولو کوششونه کوې،ترجمان دفتر خارجه زياتوې چې د مانيټرنګ ټيم رپورټ نه د پاکستان موقف نور مضبوط شوې چې ټې ټې پې د بهارت په مرسته د افغانستان نه کارروايانې کوې او دغه تنظيم د پاکستان پشمول د خطے نورو ملکونو امن لپاره خطره جوړ شوے دے

blank