داقوام متحده سيکرټري جنرل کارتار پور کښې بابا ګرونانک ګوردوارے دوره کړيده

داقوام متحده سيکرټري جنرل کارتار پور کښې بابا ګرونانک ګوردوارے دوره کړيده

د اقوام متحده سيکرټري جنرل په کارتار پور کښې بابا ګرونانک ګوردوارے دوره کړيده چرته چې هغوي ته د منصوبې پحقله تفصيلي بريفنګ ورکړې شويدے ، دورې په وخت سيکرټري جنرل اووئيل چې کرتارپور منصوبه د پاکستان د امن دوستۍ د خواهش عملي مثال دے ،سيکرټري جنرل دې نه وړاندې لاهور کښې تعليمي ادارو ، بادشاهي مسجد او شاهي قلعې دوره هم کړېده ، نجي تعليمي ادارے کښې د وينا په وخت ميلمه وئيلي دي چې مقبوضه کشمير کښې روان د انساني حقوقوخلاف ورزۍ نه څوک انکار نشي کولې ، بايد تمام تنازعات دې د خبرو اترو د لارې حل کړې شي ، تفصيل د حنيف الرحمان په دې رپورټ کښې