داليکشن کميشن پارليماني کميټۍ غونډه نن هم د ځنډ ښکار شوه

اليکشن کميشن کښې د پي ټي آئي غيرقانوني فنډنګ حوالې سره د کيس سماعت شوے

چيف اليکشن کمشنر او ممبرانو تقررۍ باندې غونډه نن هم د ځنډ ښکار شوه، شيرين مزاري په مشرۍ کښې د اليکشن کميشن پارليماني کميټۍ غونډه نن رابللے شوې وه،امکان دے چې په دې معامله دغه اجلاس سبا له دوباره وشي
چيف اليکشن کمشنر او د اليکشن کميشن ممبرانو د تقررۍ په معامله د پارليماني کميټۍ غونډه کښې ډيډلاک برقرار دے،نن رابللے شوې غونډه يوځلې بيا د ځنډ ښکار شوه کومه چې به اوس سباله کيږي، وزيراعظم لخوا چيف اليکشن کمشنر لپاره درې نومونه مخې ته راغلي دي په کوم کښې چې بابريعقوب، فضل عباس ميکن او عارف خان شامل دي، او اپوزيشن لخوا چيف اليکشن کمشنر لپاره ناصرکهوسه، جليل عباس جيلاني او اخلاق احمدتارړ نومونه تجويز کړے شويدي، هم دغه رنګ وزيراعظم اپوزيشن د سند او بلوچستان د ممبرانو لپاره هم درې درې نومونه تجويز کړيدي، اليکشن کميشن ممبرانو تقرري لپاره د شرين مزاري په سربراهۍ کښې پارليماني کميټي جوړه شوې په کومه کښې د اپوزيشن او حکومتي دولس اراکين شامل دي،پارليماني کميټي کښې تراوسه پورې د چيف اليکشن کمشنر او ممبرانو د نومونو کښې اتفاق نه دے راغلے