دامريکي دارلحکومت واشنګټن کښې جاري احتجاجي مظاهرو کښې نور شدت راغلے دے

دامريکي دارلحکومت واشنګټن کښې جاري احتجاجي مظاهرو کښې نور شدت راغلے دے

جارج فلائيډ قتل معامله، امريکي دارلحکومت واشنګټن کښې جاري احتجاجي مظاهرو کښې نور شدت راغلے دے ، مظاهرينو وائټ هاوس طرف ته مارچ کړے، په پوليس ئي کانړي ورولي، په سړکونو ي، ټائرونه سوزولي دي، امريکي صدر ډونلډ ټرمپ په ښار کښې د نور فوج تعينات کولو اعلان کړے دے او عوام ته ئي تسلي ورکړيده چي جارج فلائيډ روځ ،ته به انصاف ميلاويږي
امريکه کښې دجارج فلائيډ قتل ورستو مختلف ښارونو کښې احتجاجي مظاهري رواني دي، په زرګونو مظاهرين سړکونو باندي راوتي دي او د جارج فلائيډ لپاره انصاف غواړي،
بلخوا امريکي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چي واشنګټن کښې بد امني د شرم خبره ده او د لاقانونيت او تشدد خاتمے لپاره به مزيد فوج متحرک کولے شي
صدر ټرمپ خپل يو بيان کښې امريکي اولس ته تسلي ورکړيده چي جارج فلائيډروځ ته به انصاف ميلاويږي

blank