دامريکې خارجه وزارت د افغانستان ملي امنيت مشر حمدالله محب الزامونه مسترد کړي

0
122
دامريکې خارجه وزارت د افغانستان ملي امنيت مشر حمدالله محب الزامونه مسترد کړي

د امريکې خارجه وزارت افغان مذاکراتي عمل په حواله د افغانستان ملي امنيت مشر حمدالله محب الزامونه مسترد کړيدي او هغه نه ئې د خپل بيان په حواله وضاحت غوښتې دے،افغان سيکيورټي ايډوائزر تور لګولي وو چې زلمې خليل زاد د ذاتي ګټو او د افغانستان واک ته د رسيدو لپاره طالبانو سره مذاکرات کوي
د افغانستان ملي امنيت مشر د امريکې خبري ادارو سره مرکې په وخت په زلمي خليل زاد سختي نيوکي کړے او وئيلي ئي دي چې امريکني استاذې افغان دولت کمزورې کوي او د هغوي مقابله کښې طالبان مضبوطول غواړي
حمدالله محب زياته کړېده چې زلمې خليل زاد طالبانو سره مذاکراتو کښې افغان دولت سره هيڅ قسمه صلاح مشوره نه کوي
په دې بيان وضاحت لپاره د امريکې خارجه وزارت ته افغان سيکيورټي ايډوائزر رابللي شوي وو او ورته احتجاج شوېدے
د امريکې خارجه محکمې سياسي امورو مشر ډيوډ هيل د افغانستان سيکيورټي ايډوائزر نه د بيان په حواله وضاحت غوښتې او دا ئې په خارجه وزارت حمله ګرځولې ده
د ډيوډ هيل وينا وه چې د حمدالله محب بيان د امريکې او افغانستان ترمينځه اړيکې خرابولي شي
دغه رنګ په حمدالله محب واضحه کړي شوېده چې د افغانستان امن او استحکام په حواله د امريکې کردار او دريز روښانه دي
ياده دې وي چې حمدالله محب سلامتي کونسل غونډه کښې ګډون لپاره د واشنګټن په دوره دے