دامريکې سينيټ صدر ډونلډ ټرمپ د مواخدے الزاماتو نه برې کړو

دامريکې سينيټ صدر ډونلډ ټرمپ د مواخدے الزاماتو نه برې کړو

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د مواخذے نه بچ شو،د امريکے سينيټ ډونلډ ټرمپ د مواخدے الزاماتو نه برې کړو،په ټرمپ باندې مخالف ګوند ډيموکريټس د اختياراتو ناجائز استعمال او د کانګريس په کار کښې د لاس وهنۍ تورنه لګولې وو
د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ خلاف د امريکې سينيټ د مواخذے تحريک مسترد کړے او هغه ئې د دواړو الزامونو نه نه برې کړے دے،د ټرمپ خلاف
د طاقت غلط استعمال په حق کښې اته څلويښت او مخالفت کښې دوه پنځوس ووټونه راغلې،د ايوان نمائندګان په کار کښې لاس وهنې الزام په حق کښې اووه څلويښت او مخالفت کښې درې پنځوس ووټونه راغلې دې
د دغه الزاموتو نه برې کيدو ورستو ډونلډ ټرمپ د امريکې صدر په کرسۍ برقرار پاتې شوے دے
د مواخذے نه بچ کيدو ورستو د ډونلډ ټرمپ صدارتې اليکشن دفتر هم بيان جارې کړې،وئيلې دې چې ډونلډ ټرمپ د ټولو الزاماتو نه برې شوې دے،او هغه به دوباره د امريکې اولس خدمت ته ملا تړې،بيان کښې وئيلې شوې چې ډيموکريټس ته معلومه وه چې مونږ ټرمپ ته اليکشن په ميدان کښې ماتې نه شو ورکولې نو ځکه ئې د مواخذے لاره خپله کړه
د امريکې تاريخ کښې ډونلډ ټرمپ دريم صدر دے چې د هغه خلاف مواخذے تحريک وړاندے کړے شوے دے،دے نه وړاندے د صدر اينډريو جانسن او بل کلنټن خلاف هم د مواخذے تحريکونه وړاندے کړے شوے وو کوم چې سينيټ مسترد کړے وو