دانګلينډ خلاف سيريز لپاره ياسرشاه قومي کرکټ ټيم کښې شامل کړې شوي

0
25
دانګلينډ خلاف سيريز لپاره ياسرشاه قومي کرکټ ټيم کښې شامل کړې شوي

پاکستان کرکټ بورډ د انګلينډ خلاف سيريز لپاره ليګ سپنرياسرشاه د قومي کرکټ ټيم په سکواډ کښې شامل کړېدے،پي سي بي ذرائعې وائي چې د شاداب خان ټيم نه بهرکيدوپه وجه ياسرشاه د متبادل په توګه ټيم کښې شامل کړے شويدے
پاکستان کرکټ بورډ لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلے شوي چې سليکشن کميټۍ د شاداب خان په ځائے ياسرشاه د قامي کرکټ ټيم په سکواد کښې د متبادل په توګه شامل کړيدے،ياسره شاه به دري ويشتم اپريل باندې د قامي ټيم سره دوره انګلينډ باندې ځي،ذرائعې وائي چې ياسرشاه د ورلډکپ لپاره ممکنه لوبغاړو کښې هم شامل وو، بورډ ذرائعې وائي چې د شاداب خان بلډټيسټ صحيح نه وو راغلي، په دې وجه هغه د ټيم نه بهر شويدے،بورډ ذرائعې دا هم وائي چې شاداب خان به ټيم سره به د دوره انګلينډ باندې او هلته به خپل علاج جاري ساتي