دايمنيسټي سکيم په مد کښې ريکارډ ټيکس وصولي شوېده،وزارت خزانه

0
24
دايمنيسټي سکيم په مد کښې ريکارډ ټيکس وصولي شوېده،وزارت خزانه

د ايمنيسټي سکيم په مد کښې ريکارډ ټيکس وصولي شوېده ،وزارت خزانه وئيلي چې د ټيکس ايمنيسټي سکيم په ذريعه تر دې دمه اووه نوي اربه روپۍ وصول شويدي ، پنځوس زره نه سېوا کسانو د سکيم نه فائده پورته کړېده
وزارت خزانه د ټيکس ايمنسټي سکيم تازه اعداد و شمار جاري کړيدي ، اعداد و شمار ترمخه د سکيم په ذريعه تر دې دمه اووه نوي اربه روپو ټيکس وصول شوے ، په دې کښې شپږ دېرش اربه د بيرون ملک او يوشپيته اربه روپۍ د اندرون ملک په اثاثو وصول شويدي
وزارت خزانه ترمخه سکيم باندې د خلقو لخوا مثبت ردعمل مخې ته راغلے او تردې دمه پينځه پنځوس زره نه سېوا خلقو د دې سکيم نه فائد پورته کړېده
وزارت خزانه اعلاميې ترمخه د سکيم لاندې څلور کروړه ډالره اثاثې پاکستان ته منتقل کړے شوي او د پاکستان په تاريخ کښې تردې دمه په ايمنيسټي سکيم دومره ټيکس نه دے وصول شوے