داڅي پارټي څه رنګ رجسټرډ کيدي شي چه د ژوند نظام ګډ وډ کوي

0
7

سپريم کورټ آف پاکستان فيض آباد دهرنا کيس کښې عبوري حکمنامه جاري کړي، حکمنامه کښي وضاحت غوښتي شوي چه داڅي پارټي څه رنګ رجسټرډ کيدي شي چه د ژوند نظام ګډ وډ کوي او د اربونو روپو مالي او ځيان ئي کړي وي
جسټس فائز عيسي اوجسټس مشير عالم باندي مشتمل دسپريم کورټ بنچ په شپاړسم نومبر د فيض آباد دهرنا کيس سماعت کړي وو،دسماعت روستو نن په پنځه صفحاتو مشتمل حکمنامه جاري کړي شوه
حکنامه کښي وئيلي شوي چه د تحريک لبيک د رجسټريشن په حواله اليکشن کميشن خپل رپورټ جمع کړي ولي سيکټري اليکشن کميشن عدالت ته پيش نه شو او دا تاثر پيدا شوي چه حکومت دا کيس چلول نه غواړي
عدالتي حکمنامه کښي وئيلي شوي چه اټارني جنرل اواليکشن کميشن دي د وضاحت اوکړي چي داڅي جماعت چا چه د ژوند نظام ګډ وډ کړي او د اربونو روپو مالي او جاني ځيان ئي کړي، داڅي پارټي څه رنګ ديو سياسي جماعت په طور رجسټرډ کيدي شي
عدالتي حکنامه وائي چه تحريک لبيک پاکستان رجسټريشن لپاره د يو داڅي کس شناختي کارډ استعمال کړي شوي څوک چه د دوبۍ اوسيدونکي دے او په دي حواله اليکشن کميشن هيڅ وضاحت نه دي وړاندي کړي