دایپکس کمیټې مهمه غونډه نن رابللی شوی

دایپکس کمیټې مهمه غونډه نن رابللی شوی

په خېبر پښتونخوا کښې ترهګری سېوا کیدو سره سم ایپکس کمیټې فعال کړی شوی نن د کمیټی مهمه غونډه رابللی شوی چی پکښې د وزير اعظم د ګډون امکان څرګند کړي شوی د غونډی صدارت به ګورنر حاجی غلام علی کوی چې پکښې به نګران وزیراعلی او کور کمانډر پیښور هم ګډون کوی

د اوږدی مودی نه پس په خېبر پښتونخوا کښې ایپکس کمیټې فعال کړی شوی ګورنر حاجی غلام علی د کمیټی مهمه غونډه نن ګورنر هاؤس کښې رابللی دی چی صدارت به په خپله کوی په غونډه کښې د وزير اعظم میاں شہباز شریف د ګډون امکان دی غونډه کښې به نګران وزیراعلی محمد اعظم خان ، کور کمانډر پیښور ، چیف سیکرټری ، ائی جی پولیس ، کمانډنټ ایف سی ، ائی جی ايف سي فرنټير کور ، هوم سیکرټري او نور اعلی چارواکی هم ګډون کوی
غونډه ته د پولیس لائنز جماعت کښې شوی ځانمرګی د ترهګری سېوا کیدو په حقله د بريفنګ ورکولو تابیا کړی شوی د سرچینو ترمخه په غونډه کښې به په صوبه کښې روان د ترهګری د مخنیوي لپاره پورته کړی شوی اقداماتو جاج اخيستلی شی په غونډه کښې د اهم فیصلو د منظوری د ورکولو امکان دی