دا مهال ملک کښې د غريب لپاره يو او د شتمنو لپاره بيل قانون رائج دې

دا مهال ملک کښې د غريب لپاره يو او د شتمنو لپاره بيل قانون رائج دې ، د پي ډي ايم وياند حافظ حمدالله شبقدر کښې شموليتي جلسې ته وينا ، وائي چې د ټګۍ برګۍ د لاري راغلې حکومت مو نه مخکښې منلې او نه ئې اوس منو
دا خبرې د جميعت علمااسلام ف ډلې مشر او د پي ډي ايم وياند حافظ حمد الله د شبقدر اټکي کلي کښي شموليتي جلسې ته خپلې وينا کښې اوکړې ، حافظ حمد الله اوئيل چې موجوده حکومت د پاکستان د تاريخ تر ټولو ناکامه ترين حکومت دې کوم چې د اولس په ووټ نه بلکه د ټګۍ برګۍ په بنياد راغلې دې ، حافظ حمد الله مخکښې وائي چې د مدينې رياست په نوم راغلي د تحريک انصاف حکومت د دروغو په بنياد ولاړ دې ځکه چې دا مهال ملک کښې د اتلس کالو نه کم عمره تن اسلام هم نشي قبلولې ، دې جلسه کښې د شبقدر اټکي کلي يو شمير مشرانو سره دکورنيو په جميعت علمااسلام ف ډلې کښې باقاعده د شموليت اعلان اوکړو ۔