دا وړمبې حکومت دے چې د اپوزيشن خلاف احتجاج کوې

0
32

د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې په حکومت باندې شديد تنقيد کړے،وائې چې دا وړمبې حکومت دے چې د اپوزيشن خلاف احتجاج کوې،د حکمرانانو تربيت په کنټينر شوے دے،هغوې اسمبلۍ نه هم کنټينر جوړ کړے دے،حکومت مخالف تحريک حوالې سره د يو سوال په جواب کښې مريم نواز وئيلې دې چې احتجاجې تحريک طريقه کار متعلق فيصله به کل جماعتې کانفرنس کښې کولې شې