دبلاول بهټو لخوا داپوزيشن ډلو مشرانو لپاره د روژي ماتې اهتمام شوې وو

دبلاول بهټو لخوا داپوزيشن ډلو مشرانو لپاره د روژي ماتې اهتمام شوې وو

د پيپلز پارټي چيئرمين بلاول بهټو زرداري لخوا زرداري هاؤس اسلام آباد کښې د اپوزيشن ډلو مشرانو لپاره د روژي ماتې اهتمام شوې وو، دے افطار ډنر کښې د جے يو آئې فضل الرحمان ډلي، عوامي نيشنل پارټۍ، مسلم ليګ ن، جماعت اسلامې، پي ټي ايم بشمول يو شمير سياسې مشرانو ګډون اوکړو
دبلاول بهټو افطار پارټۍ کښي د مسلم ليګ ن لخوا مريم نواز، حمزه شهباز، پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسې، پخوانې اسپيکر قومې اسمبلي سردار آياز صادق او پرويز رشيد موجود وو، افطار ډنر کښې ضماعت اسلامي لياقت بلوچ، دعوامي نيشنل پارتۍ ايمل ولې خان، زاهد خان، ميا افتخار حسين نه علاوه د قامې وطن پارټي آفتاب احمد خان شيرپاؤ، دنيشنل پارټي حاصل نزنجو هم شرکت اوکړو
روژې ماتي روستوبلاول بهټو زرداري پريس کانفرنس ته اوئيل چې اولس ورځ تر ورځه د ګرانې په سونامې کښې ډوبيږې، موجوده حکومت سره د غريبانو هيڅ فکر نيشته، که چري معيشت داسې روان وي نو ملک ته به ډير زيان اورسي،
بلاول بهټو اوئيل چې وړوکي اختر نه وروستو به ټول سياسې ګوندونه پارليمان کښې د ننه او بهر خپل خپل احتجاج شروع کوي،د دې وروستو به د مولانا فضل الرحمن په مشري کښې کل جماعتې کانفرنس رابللي شې
بلال بهټو اوئيل چې صرف يوسياسي ګوند دملک ټولو مسئلو حل نه شې راويستلې، اپوزيشن ته سياسې، معاشې ستونزو پشمول په نورو مسائلو خبره کوؤلو موقع ميلاؤ شوي