دبلوچستان په دوو ضلعو کوئټه او پشين کښي اته ورځنی پوليو مهم پيل شوی

0
9

دبلوچستان په دوو ضلعو کوئټه او پشين کښي اته ورځنی پوليو مهم پيل شوی دی پوليو مهم کښي به د دوو لاکهو نه سيوا ماشومانو ته انجکشن لګول کيږي
د صوبائي کوآرډينټر پوليو ايمرجنسي سيد فيصل وينا ده چي د ماشوم پيدائش نه تر درې ويشت مياشتو عمر پوري دپوليو وائرس خدشات ډير وي د کومې مخ نيوى لپاره چې صوبائي حکومت هائي رسک ضلعو کوئټه او پشين کښي دپوليو بچاوټيکو مهم پيل کړی دی
صوبائى کوارډينټر پوليو زياته کړه چې د پوليو مهم کښي علما کرام تعاون ورته حاصل دې او د ماشومانو مور وپلار ته ئې هم اپيل کړې چي پوليو په ضد مهم کښي دې ورسره پوره پوره مرسته اوکړي