دترهګرئ او بدامنئ دور کښې د سيکورټي فورسز قرباني د ستائيني وړ دي

دخيبر پښتونخوا د عيسائي برادري د چرچونو مشر بشپ همفري سرفراز پيټر وئيلي دي چي د ترهګري او بدامنئ مخنيوي لپاره سيکورټي فورسز بشمول صحافيانو او اقليتي برادرئ يو شمير قربانئ ورکړيدي،او پاکستان کښې اقليتو ته لوئي کچ عزت حاصل دے،
دپيښورصدر بازار چرچ ډائيوسيسن سنټر ودانئ کښې خبريالانو ته د وينا په وخت بشپ همفري سرفراز پيټر اووئيل چي د ټول پاکستان بشمول خيبر پښتونخوا او قبائيلي ضلعو کښې د ترهګرئ او بدامنئ په دور کښې سيکورټي فورسز، صحافيانو، او اقليتي برادرئ يو شمير قربانئ ورکړيدي
د هغه وينا وه چي پاکستان کښې اقليتوته په لوئي کچ تحفظ او عزت حاصل دے،او هر اقليتي وګړے د رياست پاکستان يو باعزته شهري دے
اقليت برادري نه غواړي چي دملک دننه څه قسمه بدامني خوره شي،
دهغه وينا وه چي د پاکستان سيکورټي فورسز او صحافتي برادري د ژوند په هر ډګر د اقليتي برادري سره مرسته کړي
او په راروان وخت کښې هيله ده چي صحافتي برادري به د اقليتو سره خپل ملاتړ جاري ساتي