د جيمز بانډ سيريز مختلف فلمونو کښې کار کونکے مشهوراداکار شان کونري نوي کاله عمر کښې د دنيا نه رخصت شو

Former James Bond actor Sean Connery passes away at 90

دجيمز بانډ سيريز مختلف فلمونو کښې کار کونکے مشهور اداکار شان کونري نوي کاله عمر کښې د دنيا نه رخصت شو، شان کونري د خپل ژوند اخري برښه په باهاماس کښې واقع کور کښې تيره کړي، معروف اداکار د خپل بهترين فارمنس په وجه آسکر ايوارډ پشمول مختلف نور ايوارډز هم په خپل نوم کړي وو.برطانوي فکشنل سپائي سيريز جميز بانډ مختلف فلمونو کښې کار کونکے نوموړے اداکار شان کونري نوي کاله عمر کښې دنيا نه کډه اوکړه ،برطانوي ميډيا رپورټس مطابق شان کونري کال نورلس دوه شپيته نه يو اوويا پوري جميز بانډ سيريز کښې مرکزي کردار ادا کړے وو.شان کونري روان کال اګسټ مياشت کښې خپل نويمه سالګره مانځلےوه، بهترين پرفارمنس باندي نوموړي ته آسکر ايوارډ پشمول مختلف نور ايوارډز هم ورکړے شوي وو، په کال دوه زره کښې هغه ته د ملکه برطانيه له خوا د” سر” خطاب هم ورکړے شوي وو.شان کونري د جميز بانډ نه علاوه “يواونلي ليو ټوائس” ، “ډائمنډ آر فار ايور” پشمول نور مختلف فلمونو کښې هم کار کړے وو