دحقاني نيټ ورک سربراه جلال الدين حقاني مړ شوے

0
129
دحقاني نيټ ورک سربراه جلال الدين حقاني مړ شوے

افغان طالبانو د حقاني نيټ ورک سربراه مولوي جلال الدين حقاني د مړينے تصديق اوکړو،طالبانو خپل يو بيان کښي وئيلي دي چي جلال الدين حقاني د ډيرے مودے راهسي ناروغا وو
د افغان طالبانو وياند زبيح الله مجاهد په خپل يو ټوئيټ کښي د جلال الدين حقاني د مړينے تصديق کړے دے خو د هغه د مړينے نيټه يا د تدفين مقام په حواله ئي معلومات نه دي ورکړي
بي بي سي مطابق په افغانستان د امريکے او نيټو افواج د حملے نه جلال الدين حقاني د خپل نيټ ورک اختيار خپل ځوي ته سپارلے وو
جلال الدين حقاني په افغان جنګيالو کښي ځانګړے مقام لرلو، هغه افغان طالبانو او القاعده پشمول نورو جنګيالو ډلو سره ډير نزدے تعلقات لرل،ميډيا رپورټس مطابق جلال الدين حقاني د کال نورلس سوه نوي په دهائي کښي اسامه بن لادن سره افغانستان کښي جهادي کيمپ پرانستو کښي هم مدد کړے وو،امريکه افغانستان کښي په غير ملکي فوجيانو د ځني حملو الزام هم په حقاني نيټ ورک لږوي ،حقاني نيټ کنړ،ننګرهار،زابل او هلمند کښي زيات فعال او مضبوط ګنړلے شي
مولوي جلال الدين حقاني د افغانستان پکتيا صوبے اوسيدونکے وو او د سويت يونين خلاف ئي جنګ کښي هم اهم کردار ادا کړے وو
بي بي سي دعوا کړے ده چي جلال الدين حقاني د ناروغتيا له وجي مړ شوے دے او هم افغانستان کښي خاورو ته سپارلے شوے دے