دخيبرپښتونخوا پنځويشتو ضلعو کښي دپوليو پنځه ورځنے مهم نن په دوئمه ورځ هم جاري دے

دخيبرپښتونخوا پنځويشتو ضلعو کښي دپوليو پنځه ورځنے مهم نن په دوئمه ورځ هم جاري دے ،مهم دوران به پنځويشت لکه نه سيوا ماشومانو ته دپوليو څاڅکي ورکولے شي
دپوليو مهم کاميابۍ لپاره يوولس زره څلور سوه درې اويا ټيمونه جوړ کړے شوي دي ، سيکورټي لپاره هم څوارلس زره پوليس اهکار دپوليو ټيمونو سره ډيوتې کوي داي اوسي کوارډينيټر محمد اصف وئيلي دي چې سخکا ل دپوليو لس کيسونه رامخي ته شوي دخيبر پښتون خوا چيف سيکرټري ډاکټر شهزاد بنګش وئيلي دي چې دپوليو خاتمې لپاره به ټول وسيل په کار راوستے شي ، کومو سيمو کښي دپوليو کيسونه رامخي ته شوي په هغه سيمو کښي والدين ماشومانو ته دپوليو څاڅکو ورکولو نه انکاري و دخيبر پښتون خوا دصحت محکمي سيکتر وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کښې به دپوليو خاتمې لپاره زړۀ پورې ګامونه پورته کولے شي والدين بائد دې لړ کښي دصحت محکمې سره زړۀ پورې مرسته وکړي