دخيبرپښتونخوا ګورنر او وزير دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دعيد ميلادالنبى ﷺ مبارکى ورکړې

دخيبرپښتونخوا ګورنر او وزير دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دعيد ميلادالنبى ﷺ مبارکى ورکړې په خپلو بيلو بيلو پيغامونو کښي دواړو مشرانو وئيلي دي چې عيد ميلاد النبي دنړۍ ټولو اسلامي ملکونو لپاره دخوشاحالۍ ورځ ده او داچې اقائے نامدار حبيب کردار دنړۍ په مخ هغه يواځينۍ هستي ده چاچي داسلام دسرلوړۍ رڼا ددنيا ګوټ ګوټ ته رسولې

دعيد ميلاد النبي دورځي په مناسبت سره وزير اعلي محمود خان او ګورنر په خپلو پيغامونو کښي وئيلي دي چې سنت نبوي دټول انسانيت ، کردار ، اعمالو او داصلاح يوه سرچينه ده او داچي حضرت محمد مصطفي (ص ) په نقش قدم تګ ټول انسانيت لپاره دنجات يواځينۍ لاره ده دواړو مشرانو خپلو پيغامونو کښي دا هم وئيلي دي چې نبي کريم ص مسلمانانو سره دمحبت او ايمان يوه اهمه برخه هم ده او نن ورځ دنړۍ ټولو مسلمانو ته ديووالي او اسلامي ورورولۍ درس هم ورکوي دخبير پښتون خوا وزير اعلي او ګورنر دا هم وئيلي دي چې ننۍ ورځ دډير اهميت وړ ورځ ده او په نن ورځ ټولو مسلمانانو له داعهد کول پکار دي چې داقائے نامدار اخلاق او کردار ته عملي شکل ورکولو لپاره قدامات وکړے شي