دخيبر پختونخوا دوه سوه يو ديرش سکولونه قرنطينه سنټر کښي بدل کړے شوي

دخيبر پختونخوا دوه سوه يو ديرش سکولونه قرنطينه سنټر کښي بدل کړے شوي

دخيبر پختونخوا دوه سوه يو ديرش سکولونه قرنطينه سنټر کښي بدل کړے شوے دي چه مقصد ئي د کرونا وائرس متاثره کسانو علاج او تحفظ کول دي
د زرائعو تر مخه د کرونا وائرس نه متاثره شوے کسانو لپاره ځائے په ځائے د قرنطينه سنټرز جوړولو سلسله روانه ده د ټولے صوبے په کچ دوه سوه يو ديرش سکولونه په قرنطينه سنټرز کښي بدل کړے شوے دي چه پکښي يو سل درے ديرش د هلکانو او اته نوې د جينکو سکولونه شامل دي
د زرائعو وينا ده چه په ضلع چارسده کښي اتويشت د هلکانو سکولونه په قرنطينه سنټر کښي بدل کړے شوے دي، صوابي کښي پنځويشت ،لوئر دير کښي يو ديرش ،مهمند ضلع کښي پنځلس سکولونه کښې قرنطينه سنټرز جوډ کړې شوې دې