دخيبر پښتونخوا اليکشن کميشنر ډسټرکټ ريټرننګ افسرانو نه څوګند پورته کړي

اليکشن کميشن د پى کے يوسل پنځلس سرکارى نتيجه جارى کړے

د خيبر پښتونخوا اليکشن کميشنر پير مقبول شاه د قبائيلي ضلعو لپاره ټاکلے شوي ډسټرکټ ريټرننګ افسرانو نه راتلونکي انتخابات شفاف طريقي سره کولو څوګند پورته کړيدے
د څوګند دستوره پيښور کښې ترسره شويده چي په کښې صوبائي اليکشن کمشنر ډسټرکټ ريټرننګ افسرانو باندي غږ کړيدي چي راتلونکي قبائيلي ضلعو کښې صوبائي نشستونو باندي انتخابات غيرجانبدارانه طريقي سره سر ته اورسوي ،
د څوګند دستوري په موقع صوبائي اليکشن کمشنر وينا وه چي قبائيلي ضلعو کښې به د انتخاباتو لپاره ډير زر شيډول جاري کړے شي او د اليکشن کميشن به دا کوشش وي چي انتخابات غير جانبدار او شفاف اوکړې شي،
په قبائيلي ضلعو کښې د انتخاباتو لپاره تيارياني مکمل کړے شويدي او د مئي يو ديرشمي نيټي پوري ووټران خپل ووټ مستقل يا عارضي پته باندي منتقل کولے شي