دخيبر پښتونخوا فوډاتهارټي له اړخه د اپريشن ضرب ميلاوټ په وخت د مصالحو دوه کارخاني سيل کړے

0
15

دخيبر پښتونخوا فوډاتهارټي له اړخه د اپريشن ضرب ميلاوټ په وخت د مصالحو دوه کارخاني سيل کړے شويدي،دکارخانو نه ميلاوټي مواد هم برامد کړے شويدي،
د خيبر پښتونخوا فوډ اتهارټي له اړخه جاري شوي بيانيے تر مخه د رمضان المبارک نه مخکښي د اپريشن ضرب ميلاوټ په نوم د ميلاوټ کوونکو خلاف اپريشن جاري دے،
د فوډ اتهارټي لخوا د پيښور په مختلفو سيمو کښې د ميلاوټ کوونکو په ضد د اپريشن په وخت د مصالحو دوه کارخاني سيل کړے شويدي
د دغه کارخانو نه دري زره کلوګرامه چوکر دوه زره کلوګرامه رنګ شوي مصالحي، ميلاوټي تيل،او نور يو شمير ميلاوټي مواد برامد کړےشويدي،
دبيانيے ترمخه دفوډ اتهارټي ډائريکټر جنرل د رمضان المبارک نه وړاندي د اپريشن تيزولو احکامات جاري کړيدي او وئيلي دي چي ميلاوټ کوونکو سره به هيڅ قسمه رعايت نه کيږي