دخيبر پښتونخوا نيب د دوو رهائشي منصوبو په ضد تحقيقات شروع کړيدي

0
49
دخيبر پښتونخوا نيب د دوو رهائشي منصوبو په ضد تحقيقات شروع کړيدي

دخيبر پښتونخوا قامي احتساب بيورو د پيښور دوه رهائشي منصوبو مالکانو او انتظاميي په ضد د تحقيقاتو اغاز کړيدے
د نيب لخوا جاري شوې بيانيي تر مخه د پيښور دوه رهائشي منصوبو الماسه ماډل ټاون او پروفيسر ماډل ټاون د مالکانو ، انتظاميي او متعلقه اهلکارو په ضد د تحقيقاتو اغاز د نيب د ډي جي د احکاماتو نه پس شويدي
دنيب ترجمان وينا ده چي د ورسک روډ رهائشي منصوبو مالکانو او انتظاميي د خلکو نه لکهونه روپئ په پلاټونو اخستي دي او خلکو ته ئي پلاټونه نه دي ورکړي او دا چي د رهائشي منصوبو په ضد يو شمير شکايات تر لاسه شويدي د کومو په ترڅ کښي چي د تحقيقاتو اغآز شويدي
د نيب ترجمان وينا ده چي د اپريل لسمي نيټي پوري مزيد درخواستونه د رهائشي منصوبو په ضد د نيب حيات اباد دفتر کښي جمع کولے شي