دخيبر پښتونخوا هړتالي ډاکټرانو خلاف په وقتي توګه کاروائي اودرول شوي

دخيبر پښتونخوا هړتالي ډاکټرانو خلاف په وقتي توګه کاروائي اودرول شوي

دخيبر پښتونخوا وزيرصحت هشام انعام الله وضاحت کړې چې هړتالي ډاکټرانو خلاف په وقتي توګه کاروائي اودرول شوي،که چرې مذاکرات ناکامه کيږي، نو هغوي په ضد به ضرور کاروائي کيږي ځکه چې هغوي څلويښت ورځو نه زيات عوام په تکليف کښې ساتلي وو،
پيښور کښې د ملټي سيکټر اوټ بريک پلان پرانستې په وخت ډاکټر هشام انعام الله اووئيل چې د صحت شعبې کښې اصلاحات به هيڅ صورت واپس نه شي اخستلې ځکه چي اصلاحات د عام اولس په ګټه دي،
هغوي زياته کړه چې ډاکټران ئي اول پوهه کړي وو، چې مسائل دخبرو اترو د لارې حل کيږي خو بيا هم هړتالي ډاکټران خبرو اترو ته تيار نه وو
وزيرصحت دا هم اووئيل چې د ډاکټرانو خلاف کاروائي په عارضي بنيادونو اودرولې شويده که چرې مستقبل کښې هغوي اصلاحات منلونه انکار اوکړو يا مذاکرات ناکامه کيږي نو د ټولو هړتالي ډاکټرانو خلاف به د قانون مطابق کاروائي کيږي
ډاکټرهشام انعام الله زياته کړه چې د ډينګي پشمول د ټولو وبائي مرضونو مخنيوي لپاره خصوصي پلان تيار کړې شويدې چې په کوم کښې د برطانيه حکومت هم خصوصي مرسته کوي