دخيبر پښتونخوا ډاکټرز کونسل د ډي ايچ اے او ار ايچ اے ايکټ خلاف احتجاج شروع کړے

0
18

دخيبر پښتونخوا ډاکټرز کونسل د ډي ايچ اے او ار ايچ اے ايکټ خلاف احتجاج شروع کړے او وئيلي دي چي صوبائي حکومت دي خپله فيصله واپس واخلي بلخوا د صحت صوبائي وزير وئيلي دي چي دا ايکټ به په هر حال کښې نافذولے شي
دخيبر پښتونخوا حکومت د ډي ايچ اے يعني ډسټرکټ هيلتهه اتهارټي ، او ار ايچ اے ، ريجنل هيلتهه اتهارټي ايکټ جوړ کړے،دکوم تر مخه چي به تحصيل ناظم او ايم پي اے د بورډ مشر وي،او د ډاکټرانو او نور سټاف خلاف کاروائي کول او پوسټنګ ، ټرانسفر کول به د هغوي په اختيار کوي،
دي نه علاوه ددے ايکټ لاندي به ډاکټران په خپلو سيمو کښې ډيوټيانے کوي او په نورو سيمو کښې تعينات ډاکټران به هم خپلو سيمو ته ټرانسفر کولے شي د کوم خلاف چي د خيبر پښتونخوا ډاکټرز کونسل احتجاج اوکړو او د ډير وخت پورے د صوبائي اسمبلئ مخي ته روډ د هرقسمه ټريفک دپاره بند اوساتلو،
روستو د صحت صوبائي وزيرډاکټر هشام انعام الله خان د هغوي سره مذاکرات شروع کړل کوم چي ناکام شو،او وزيرصحت دريځ خپل کړو چي صوبائي حکومت د اولس د مفاداتو خيال ساتي او دا فيصله به ضرور نافذولے شي
روستو ډاکټرانو په عارضي توګه د اسمبلئ مخي ته خپل احتجاج ختم کړو او  روډ ئي د هر قسمه ټريفک دپاره خلاص کړو او دريځ ئي خپل کړو چي د  راتلونکے تګ لارے اعلان به هم ډير زر اوکړے شي