دخيبر پښتون خوا حکومت دبلوچستان سيلاب ځپلو سيمو ته په لس ټرکونو مشتمل قافله لېږلې

دخيبر پښتون خوا حکومت دبلوچستان سيلاب ځپلو سيمو ته په لس ټرکونو مشتمل قافله لېږلې ده امدادي ټرکونو کښي د څاروو دوايانې او خوراک شامل دے
دلائيو سټاک محکمې لخوا وئيلے شوي چې په لس امدادي ټرکونو کښي څاروو لپاره دوايانې او خوراک شامل دے، سيلاب ځپلو علاقو کښي د سيلابونو له وجې مختلف قسمه فصلونه په مکمله توګه تباه شوي، دغه امدادي سامان به دمتاثره سيمو خلکو ته ورکولے شي دلائيو سټاک محکمې سيکرټري ډاکټر محمد اسرار وئيلي چې د څارؤ علاج لپاره په څلورو ټيمونوامدادي طبي عمله هم بلوچستان ته ليږلے شويده، کومه طبي عمله چې به د بلوچستان سيلاب ځپلو سيمو کښي دڅارو علاج لپاره خپلې ذمه وارۍ تر سره کوي