دخيبر پښتون خوا وروستو پاتې سيمو تعليمى ادارو کښې به داستاذانو کمے پوره کولے شى

0
14

دخيبر پښتون خوا دتعليم مشير ضياءالله بنګش وئيلى دى چې دخيبر پښتون خوا وروستو پاتې سيمو تعليمى ادارو کښې به داستاذانو کمے پوره کولے شى او دسرکارى سکولونو نه بهر طالبعلمان به هم سرکارى تعليمى ادارو کښې داخلولے شى
د مشير تعليم ضياءالله بنګش په صدارت کښې مهمه غونډه شوې غونډه کښې دخيبر پښتون خوا دتعليم محکمې اعلى مشرانو هم ګډون کړے وو
غونډه کښې دتعليم دپرمختګ په لړ کښې مهمې فيصلې شوې دى غونډې ته دوينا په وخت مشير تعليم ضياءالله بنګش ووئيل چې پرائمرى سکولونو کښې به داسسټنټ ټيچر او جونئير ټيچر اساميانې متعارف کولے شى او دغه استاذانو ته به اووم او لسم سکيل ورکولے شى
ضياءالله بنګش زياته کړې ده چې استاذان به ديونين کونسل دپاليسۍ په ځائى اوس دويلج کونسل دپاليسۍ تر مخه بهرتى کولے شى او داپاليسى يواځې پسمانده سيمو دپاره جوړه کړے شوې ده
هغه زياته کړه چې دتعليم پرمختګ په لړ کښې دقامى او نړيوالو ادراو راغب کولو لپاره به ډير زر ډونر کانفرنس هم راغوښتے کيږى چې په کښې به دقامى او نړيوال کچ تعليمى ماهران برخه اخلى دې نه علاوه به سخکال تعليمى ادارو کښې داسانو ورکولو په غرض نهۀ اربه روپۍ خرچ کولے شى