دخيبر پښتون خوا وزير اعلى د کورونا وباء مخنيوى لپاره پيښور کښې دنړيوال معيار هسپتال پرانسته کړي

دخيبر پښتون خوا وزير اعلى د کورونا وباء مخنيوى لپاره پيښور کښې دنړيوال معيار هسپتال پرانسته کړي

دخيبر پښتون خوا وزير اعلى محمود خان وئيلى دى چې دکورونا وباء مخنيوى لپاره پيښور کښې دنړيوال معيار هسپتال جوړول دصوبائى حکومت تاريخى کارنامه ده ,کورونا هسپتال څلويښت ائسوليشن ، پيځلس ايچ ډې يو او په پينځه ائى سى يو بيډز مشتمل دے
پيښور کښې دکورونا هسپتال دپرانستې په وخت ميډيا سره دخبرودوران وزير اعلى محمو د خان اووئيل چې په ابتدائى توګه هسپتال په شپيتۀ بسترو مشتمل دے او يوه مياشت پس به هسپتال کښې دبسترو شميره يو سل لس ته ورسولے شى او دا هسپتال دائسوليشن ، ايچ ډى يو
او ائى سى يو په بيډونو هم مشتمل دے
وزير اعلى دا هم ووئيل چې حکومت چې څۀ هم کوى داولس په ګټه ئې کوى، کورونا وباء سره جنګ نه غواړو بلکې کورونا يو عالمى افت دے ملک نه دغه وباء ختمول دټولو شريک مشن دے