درې واړه ایوارډونه خیبرپښتونخوا ټيم لوبغاړو ګټلى

نیشنل ټى ټونټى ټورنمنټ بهترینه لوبغاړی،غوره بیټسمین او بهترینه باولر درې واړه ایوارډونه خیبرپښتونخوا ټيم لوبغاړو ګټلى دى
نیشنل ټي ټونټي ټورنمنټ لاهور کښی خیبر پښتونخوا ټيم په بریا سره سر ته رسیدلې دی.د دی ټورنمنټ غوره لوبغاړي ایوار‌‌‌‌‌‌ډ خیبر پښتونخوا ټيم کپتان افتحار احمد ته میلاو شوی چا چی بیټینګ او بولنګ دواړو کښی بهترینه کارکردګي وړاندی کړی ده.د ټورنمنټ غوره بولر ایوار‌‌‌‌‌‌ډ د خیبر پښتونخوا ټيم فاسټ بولر عمران خان سینئر ته میلاو شوی،عمران خان په یاد ټورنمنټ کښی شپارس وکټۍ اخیستی ویې.همداسی د ټورنمنټ بیسټ بیټسمین ایوار‌‌‌‌‌‌ډ هم د خیبر پښتونخوا ټيم لوبغاړي صاحبزاده فرحان ته ورکړی شوی دی