دسند پنو عاقل سيمه کښې ديو کور مشر د خپل خاندان يولس کسان وژلي دي

Pano Aqil: Man knifes 11 members of a family to death

دسند پنو عاقل سيمه کښې ديو کور مشر د خپل خاندان يولس کسان وژلي دي چې پکښې د ملزم کورودانه، لوريانې، ځامن او نوسي شامل دي، وزير اعلې سند د پيښې نوټس اخستې او پوليس نه ئي رپورټ طلب کړې، پوليس وائي چې ملزم ئي سره ددرې ځامنو ګرفتار کړې اود ملزم زهني حالت ټهيک نه دې. د علاقے ايس ايس پي عرفان سمو وينا تر مخه په حق رسيدلي کسانو کښې د ملزم کورودانه ، څلور لوريانې، درې ځامن، اينګور او دوه نوسي شامل دي،ايس ايس پي مخکښې وئيلي چې ملزم ټول کسان د شپې ناوخته د چاړو په ګزارونو قتل کړي چې پکښې د يو کال ماشوم هم شامل دې، هغوې اووئيل چې دملزم درې ځامن هم نيولي شوي ولې د هغوي په دغه پيښه کښې دککړتيا تصديق نه دے شوے، پوليس وائي چې ملزم نه تفتيش روان دې او داسې ښکاري چې ملزم زهني مريض دې.بلخوا وزير اعلي سند مرادعلي شاه د پيښې نوټس اخستې او ائي جې نه ئي تفصيلي رپورټ طلب کړې او وئيلي دي چې د افسوسناکې پښې هر يو اړخ تحقيقات دې اوکړې شي چې ايا دغه پيښه د خاندانې مسئلو يا دښمنې لوجې مخې ته راغلې ده ، وزير اعلې پوليس ته د متاثره خاندان سره د تعاون کولو هم حکم کړې دې