دسند په ضلع مټياري کښې فلائنګ کوچ او رکشه جنګيدو پېښه کښې ديارلس کسان مړه شوي

ګلګت کښې دوه ټرکونه يوبل سره جنګيدو پيښۀ کښې درې کسان پحق رسيدلي

د سند په ضلع مټياري کښې فلائنګ کوچ او رکشه جنګيدلي چي په نتيجه کښې ديارلس کسان مړه او درې نور سخت ژوبل شويدي، ژوبل کسان نزدې هسپتال ته منتقل کړے شوي د چا حالت چې نازک ښودلے کيږي،
د ضلع مټياري نيوسعيدآباد علاقې سره نزدې په قومي شاهراه باندې يو فلائنګ کوچ د رکشې سره جنګيدلے دے، د ريسکيوذرائعې وائي چې دغه پېښه کښې ديارلس کسان په حق رسيدلي او درې پکښې نور ژوبل شويدي، ژوبل کسان ريسکيو ټيمونو نزدې هسپتال ته منتقل کړي چرته چې د زخميانو علاج معالجه روانه ده،
پېښه د تيزرفتارۍ په وجه رامخې ته شوېده، په دغه پېښه کښې حق رسيدلي زياتره کسان مزدوران دي څوک چې د مزدورۍ لپاره روان وو