دشام په حوالې سره امن مذاکراتو لپاره مخالف ګروپ جنيوا ته رسيدلے

0
40
د متحده قامونو په نګرانۍ کښې کيدونکي د شام په حوالې سره امن مذاکراتو غونډه کښې ګډون لپاره د شام مخالف ګروپ جنيوا ته رسيدلے دے
تفصيلاتو ترمخه شام کښې د روانې خانه جنګۍ مسئلې هواري لړ کښې د سوئټزرلينډ په جنيوا ښار د امن مذاکرات په نوم غونډه کيږي په کوم کښې چې د ګډون لپاره حکومتي او اتحادي غړي هلته موجود دي ولې د شام مهمه مخالفه ډله هم په دغه مذاکراتو کښې د ګډون لپاره رسېدلې ده
په غونډه کښې به په شام کښې روانه خان جنګۍ، د حکومتي ځواکونو لخوا په فضائي حملو، داعش او نورو مهمو مسئلو باندې غور کولے شي
واضحه دي دې وي چې يوه ورځ وړاندې مخالفې ډلې په امن مذاکراتو غونډه د ګډونو نه انکار کړے وو ولې د حکومتي باور وروستو يو ځلې بيا راضي شول