دشمالي وزيرستان اولس د کرم تنګي ډيم تعميرخلاف په سړکونو راوتلي

0
33
دشمالي وزيرستان اولس د کرم تنګي ډيم تعميرخلاف په سړکونو راوتلي

دشمالي وزيرستان اولس يو ځلي بيا د کرم تنګي ډيم تعميرخلاف په سړکونو راوتلي، ټل ميرعلي سړک ئي احتجاجا تړلې وو، وائي چي سول او فوجي چارواکي دي د ډيم نه تړلو متعلق تحريري يقين دهاني اوکړي
تحصيل شيواه کښي ځائي اولس ټل ميرعلي سړک د هر قسمه ټريفک دپاره تړلي وو چي له وجي ئي ټريفک کښي شديد خلل راغلي،
مظاهره کښي د يوت اف کابل خيل ځوانانو ترڅنګ مشران او عام خلک هم شامل وو،
دمظاهرچيانو وينا وه چي کرم تنګي ډيم د دري لکهه ابادي د تباهي منصوبه ده لهذا کابل خيل قام به په هيڅ صورت د دي ډيم د جوړولو اجازت ورنکړي
هغوي زياته کړه چي کرم تنګي فيز ون پراجيکټ باندي هيڅ تحفظآت نه لري خو فيز ټو د تعميراجازت نه شو ورکولے،
مظاهرچيانو مطالبه اوکړه چي سول او فوجي چارواکي دي د کرم تنګي ډيم د نه تعمير کولو په اړه تحريري يقين دهاني ورکړي