دعليم خان د نجې هاوسنګ سوسائټۍ متعلق اسلام آباد هائيکورټ کښې سماعت شوې

دعليم خان د نجې هاوسنګ سوسائټۍ متعلق اسلام آباد هائيکورټ کښې سماعت شوې

د پاکستان تحريک انصاف رهنما عليم خان د نجې هاوسنګ سوسائټۍ متعلق اسلام آباد هائيکورټ کښې د کيس سماعت شوې دے،عدالت په راتلونکې سماعت چيئرمين سې ډې اے طلب کړې او سماعت ئې ديارلسم دسمبر پورې ځنډولې دے
د پاکستان تحريک انصاف رهنما عليم خان د نجې هاوسنګ سوسائټۍ خلاف په زمکو د قبضې متعلق اسلام آباد هائيکورټ کښې د کيس سماعت شوې دے،سماعت د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس اطهر من الله کړې دے
سماعت پر مهال جسټس اطهر من الله تپوس کړې چې چيئرمين سې ډې اے چرته دے،د سې ډې اے افسر عدالت ته وئيلې چې د هغه بل کيس کښې سپريم کورټ کښې پيشې ده
سماعت په موقع چيف جسټس اسلام آباد هائيکورټ اطهر من الله ريمارکس ورکړې چې په زمکو د قبضې مخنيوې کول د حکومت ذمه وارې ده،عدالت په راتلونکې سماعت چيئرمين سې ډې اے طلب کړې او سماعت ئې ديارلسم دسمبر پورې ځنډولې دے،اسلام آباد هائيکورټ نجې هاوسنګ سوسائټې د متنازع زمکې استعمالولو نه هم منع کړې ده