دعمران خان خلاف به دامپورټډ حکومت ټول سازشونه ناکامه کولے شي

دخيبر پښتون خوا داطلاعاتو مشير بيرسټر محمد علي سيف وئيلي دي چې دعمران خان خلاف به دامپورټډ حکومت ټول سازشونه ناکامه کولے شي اولس د عمران خان سره کلک ولاړ دې،
جاري شوي بيان کښي بيرسټر محمد علي سيف وئيلي دي چې دپاکستان تحريک انصاف مرکزي مشر عمران خان سره دملک ټول اولس ولاړ دے امپورټډ حکومت چې څومره هم سازشونه کوي نو دغه ټول به ناکامه کولے شي بيرسټر محمد علي سيف زياته کړه چې په لارو کوڅو کښي ناست خلک چري هم ديو صادق او امين مشر خلاف خپل مشن نۀ شي کاميابولے ځکه چې ددي ملک اولس اوس په دې خبره پوهه شوے دے چې دملک لوټ کوونکي سياستدانان چرې هم دملک خير خوا نۀ شي کيدے